Helal Group of Companies

Helal Group of Companies HELAL GROUP
IS A LEADING AGRIBUSINESS AND SEED COMPANY
VISSION-2034
FOOD SECURED AFGHANISTAN Expert Agronomic Support
2. Agricultural Assessment
3.

Helal Group is the name of leading agricultural firm that aims to produce and distribute quality seeds &
agricultural products in Afghanistan & its neighboring countries. Our aim is to build a team of professional
members, infrastructure support, provide quality seeds keenly desirable by farmers in indoor and outdoor
markets. Helal Group has a unique temperament to provide varieties of Ag- Product

s and Services. It may range from time to time regarding planting and growing to the harvesting and plowing. Our key
featured products are listed as:
Certified Seeds (Vegetable, Field Crops, Cereal, Grass & Flower Seeds)
Fertilizers (Urea, DAP, SSP, TSP Compound Fertilizer for
Leaf, Root and Fruits etc.) Agricultural Machinery (Machineries and Ag-Tools)
Veterinary Services (Medicine & Tools)
Green Houses (Equipment & Installation)
Drip and Irrigation Systems (Equipment & Installation)
Live Stock Feed
Nursery Farms (Saplings, Seedlings
Grafting & Pruning Services)
Agricultural Consultancy
Survey and Research (Agricultural Data Collection)
Pesticide (Solid & Liquid)
Forestry & Orchard (Garden Flowers, Fruit Trees)
Rental Agricultural Machinery (Tractor, Thresher,
Seed Cleaner etc)
Agricultural Trainings (Theoretical & Practical)
Our Services also include:
1. Growing Assistance & Consulting
4. Agricultural Training Programs & Seminars
5. Growing and Livestock Assistance
6. First Hand Contracts with Agricultural Suppliers & Producers
7. Equipment/Systems Procurement
8. Quotation Assessment
9. Shipment and Delivery Logistic
10. Packaging & Distribution

د زراعت اساس د تخم له تولید څخه پیل کېږي.موږ، هلال ګروپ، د بزګر د اړتیاوو او غوښتنو مطابق د تخم د تولید او اصلاح پروسه پ...
01/07/2026

د زراعت اساس د تخم له تولید څخه پیل کېږي.
موږ، هلال ګروپ، د بزګر د اړتیاوو او غوښتنو مطابق د تخم د تولید او اصلاح پروسه په بشپړ مسلکي او تخنیکي معیارونو سره پر مخ وړو.
زموږ اساسي هدف د خوړو له اړخه د یو مصئون او خودکفا افغانستان رامنځته کول دي، چې بزګر ته باکیفیته تخم، لوړ حاصل او اقتصادي ثبات برابر کړي.
AFGHANISTAN FIRST HYBRID AND OP VEGETABLE SEED PRODUCTION PROGRAM BY Helal Group of Companies.

الحمد لله زمونږ د سبزیجاتو  د تخمونو د تولید حاصلات را ورسېدل!په خوښۍ سره خبر درکوو چې زموږ د سبزیجاتو  د تخمونو تولیدي ...
21/06/2026

الحمد لله زمونږ د سبزیجاتو د تخمونو د تولید حاصلات را ورسېدل!
په خوښۍ سره خبر درکوو چې زموږ د سبزیجاتو د تخمونو تولیدي حاصلات چمتو شوي دي. دا تخمونه د افغانستان د اقلیم او کرنیزو شرایطو سره سمون لرونکي دي او د مجربو متخصصینو تر مستقیم تخنیکي نظارت لاندې تولید شوي دي.
له تخنیکي پروسس او کیفیتي ارزونې وروسته به دا تخمونه د هېواد د قدرمنو دهقانانو لپاره د خرڅلاو او کرنې په موخه وړاندې شي.
موږ ویاړو چې په افغانستان کې د سبزیجاتو او هایبریډ جوارو د تخمونو د تولید لومړنی شرکت یو، او د هایبریډ (Hybrid) او او پي (OP) تخمونو د تولید له لارې د هېواد د کرنیز سکتور د پرمختګ او د تخمونو په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره کار کوو.
د تخمونو په سکتور کې د ځان بسیا او پرمختللي افغانستان په هیله.

🌱 د افغان دهقان د بریا او د افغانستان د کرنې د پرمختګ لپاره زموږ ژمنتیا دوام لري.

د هلال ګروپ له لوري د اصلاح شوو تخمونو د تولید په موخه کرل شوو غنمو څخه لومړنی تفتیش ترسره شو.یاد تفتیش د ننګرهار ولایت ...
21/01/2026

د هلال ګروپ له لوري د اصلاح شوو تخمونو د تولید په موخه کرل شوو غنمو څخه لومړنی تفتیش ترسره شو.

یاد تفتیش د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تخمونو د تصدیق د ورکړې امریت له لوري ترسره شو، چې مشري یې د تصدیق د ورکړې امر انجینر نعمت‌الله اکبري کوله چې د تفتیش مدیر انجینر وحیدالله بهسودي، انجینر الله‌یار او انجینر شاکر یې هم ملتیا کوله.

د تفتیش پر مهال د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمه‌ییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین د کرل شوو غنمو د وضعیت، د اصلاح شوو تخمونو د تولید څرنګوالي او ترسره شوو تخنیکي چارو په اړه هر اړخیز معلومات له پلاوي سره شریک کړل.

د تفتیش پلاوي د کرل شوي فصل وضعیت له نږدې وڅېړه، د کرنیزو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه وکړه او د لا ښه والي او معیاري تولید په موخه یې اړینې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې.

د یادونې وړ ده چې د اصلاح شوو تخمونو تولید د کرنیز حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم رول لري، او دا ډول تفتیشونه د کیفیت د تضمین او معیاري تولید په برخه کې بنسټیز ارزښت لري

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !هندواڼه  کریمسون سویټ - WATEMELON CRIMSON SWEET د ترلاسه کولو ادرسونه:مرک...
13/01/2026

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !

هندواڼه کریمسون سویټ - WATEMELON CRIMSON SWEET

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد

د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.

د واټس اف شمېره: 0093777861111

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !سپین پیاز - WHITE GRANO د ترلاسه کولو ادرسونه:مرکزي دفتر: کابل- دولسمه نا...
12/01/2026

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !

سپین پیاز - WHITE GRANO

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد

د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.

د واټس اف شمېره: 0093777861111

د هلال ګروپ له لوري د هایبرید او OP سبزیجاتو د تولید بهیر وارزول شو.د هلال ګروپ له لوري د هایبرید او OP سبزیجاتو د تولید...
09/01/2026

د هلال ګروپ له لوري د هایبرید او OP سبزیجاتو د تولید بهیر وارزول شو.

د هلال ګروپ له لوري د هایبرید او OP سبزیجاتو د تولید بهیر په منظم او معیاري ډول روان دی. د همدې بهیر د ارزونې او څارنې په موخه، د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمه‌ییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین له یادو تولیدي چارو لیدنه وکړه.

نوموړي د تولید له بېلابېلو پړاوونو له نږدې کتنې وروسته، د چارو د لا ښه والي لپاره اړوندو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د شته ستونزو د حل په برخه کې به لازمې همغږۍ او همکارۍ ترسره شي.

هلال ګروپ له تېرو درېیو لسیزو راهیسې د کرنې د پراختیا، اقتصادي پیاوړتیا او غذايي مصونیت په برخه کې دوامدار فعالیتونه لري او هڅه کوي چې هېواد په کرنیزه برخه کې پر ځان بسیا کړي او د بزګرانو پر وړاندې شته ننګونې راکمې کړي.

یاد بنسټ وايي چې د معیاري تخمونو تولید او پراختیا د کرنیز پرمختګ مهم اصل دی او هلال ګروپ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !هایبریډ تور بانجان - رویا F1د ترلاسه کولو ادرسونه:مرکزي دفتر: کابل- دولسم...
27/12/2025

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !

هایبریډ تور بانجان - رویا F1

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد

د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.

د واټس اف شمېره: 0093777861111

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !رومي بانجان -  کامه 65 - F1د ترلاسه کولو ادرسونه:مرکزي دفتر: کابل- دولسمه...
27/12/2025

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !

رومي بانجان - کامه 65 - F1

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد

د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.

د واټس اف شمېره: 0093777861111

هایبرېډ بادرنګ – کابل 99 F1د لوړ حاصل، قوي بوټي او بازار خوښونکي بادرنګ لپاره غوره انتخاب!لوړ حاصل او یوشان مېوهقوي بوټی...
27/12/2025

هایبرېډ بادرنګ – کابل 99 F1
د لوړ حاصل، قوي بوټي او بازار خوښونکي بادرنګ لپاره غوره انتخاب!

لوړ حاصل او یوشان مېوه
قوي بوټی او ښه مقاومت
ښکلی رنګ او مناسب اوږدوالی
د تجارتي کر لپاره ډېر مناسب

د هلال ګروپ باوري او معیاري تخمونه
📍د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد

د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.

د واټس اپ شمېره: 0093777861111

هلال ګروپ ستاسې د زراعت ملګری!

په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تخنیکي ټیم له لوري ګروپ له لوري د تخمونو د خوندیتوب  يه موخه د...
10/12/2025

په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تخنیکي ټیم له لوري ګروپ له لوري د تخمونو د خوندیتوب يه موخه د هلال ګروپ څخه د (SSA) سروې ترسره شوه.

په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تخنیکي له لوري هلال ګروپ د ختیځ زون په کچه د تخمونو د خوندیتوب او کیفیت ارزونې (Seed Safety Assessment – SSA) سروې بشپړه کړې.
دا سروې د کرنیزو فعالیتونو د معیاري کولو، د تخمونو د تولید سلسله کې د خوندیتوب معیارونو د پلي کېدو، او د بزګرانو لپاره د باور وړ اصلاح شویو تخمونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوې ده.

د هلال ګروپ تخنیکي ټیم د سروې په بهیر کې د هایبریډ او OP تخمونو د تولید مراحل، د څارنې سیسټمونه، د کیفیت خوندي کولو لارې، او د تخمونو د بسته بندۍ او زېرمه کولو معیاري معیارونه له نږدې وارزول.

د سروې لومړني موندنې ښيي چې د هلال ګروپ د تخم تولید مرکزونه د خوندیتوب اړین شرایط پوره کوي، او د کیفیت د لا ښه کولو لپاره یو شمېر تخنیکي سپارښتنې هم وړاندې شوې دي.

هلال ګروپ وایي چې د SSA سروې به د تخمونو د تولید او وېش بهیر نور هم معیاري کړي او بزګرانو ته به د لوړ کیفیت، خوندي او باور وړ تخمونو د رسولو هڅې پیاوړې کړي.

Address

HELAL COMPOUND, 12 DISTRICT, HUSSAIN KHAIL, BAGRAMI
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93790555222

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Helal Group of Companies posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Helal Group of Companies:

Shortcuts

Share