ګل بهار کرکټ اکاډمي

ګل بهار کرکټ اکاډمي by money academy

د ګلبهار کریکټ سنټر ویاړ😍د ګلبهار کریکټ سنټر تکړه بالر ساحل زلمي د ننګرهار د روانو انټرکلپ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لو...
14/08/2026

د ګلبهار کریکټ سنټر ویاړ😍

د ګلبهار کریکټ سنټر تکړه بالر ساحل زلمي د ننګرهار د روانو انټرکلپ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او په لومړي حضور کې یې د خپلې لوبډلې لپاره په زړه پورې بالینګ وکړ.

ساحل زلمي په خپلو ټاکلو اورونو کې ۴ مهم لوبغاړي وسوځول او ورسره یې یو اور میډن هم ترسره کړ. 👏🔥🏏

د لومړۍ انټرکلپ لوبې لپاره د نوموړي دا ښکلې لاسته راوړنه د ستاینې وړ ده. د ګلبهار کریکټ سنټر له لوري ساحل زلمي ته د دې غوره لوبې مبارکي وایو او هیله لرو چې په راتلونکو سیالیو کې هم د ویکټو په اخیستلو سره د خپلې لوبډلې بریاوې لا ډېرې کړي.

ساحل زلمي، لومړۍ لوبه دې د ډېرو بریاوو پیل وي! 💪🔥

10/08/2026

ګلبهار کرکټ اکاډمي @

04/08/2026
🏏🔥 سلیزه د اتلانو نښه ده! 🔥🏏د ګل بهار کرکټ سنټر ویاړلی او ځوان ستوری فهیم قریشي نن د انټرکلب سیالیو کې په زړه پورې، چټکه...
04/08/2026

🏏🔥 سلیزه د اتلانو نښه ده! 🔥🏏

د ګل بهار کرکټ سنټر ویاړلی او ځوان ستوری فهیم قریشي نن د انټرکلب سیالیو کې په زړه پورې، چټکه او مسؤلانه لوبه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې په یوازې ځان ۱۰۲ ښکلې منډې جوړې کړې.

دا بریا د دوامداره تمرین، قوي هوډ او نه ستړې کېدونکې هڅې پایله ده. موږ د فهیم قریشي په دې غوره کارکردګۍ ویاړو او باور لرو چې په راتلونکو سیالیو کې به لا سترې لاسته راوړنې ولري.

د ګل بهار کرکټ سنټر ټول کوچیز او اداره هغه ته د زړه له کومې مبارکي وایي او د لا زیاتو بریاوو دعا ورته کوي.

مبارک دې وي اتله! همداسې ځلېږه او د افغانستان کرکټ ته نور ویاړونه هم راوړه. 🏏

د ګل بهار کرکټ سنټر د استعدادونو کور 🏏د ګل بهار کرکټ سنټر تکړه لوبغاړي یاسین د کوچیانو کرکټ کلب پر وړاندې په زړه پورې او...
04/08/2026

د ګل بهار کرکټ سنټر د استعدادونو کور 🏏
د ګل بهار کرکټ سنټر تکړه لوبغاړي یاسین د کوچیانو کرکټ کلب پر وړاندې په زړه پورې او چټکه لوبه ترسره کړه او خپله سلیزه یې یوازې په ۵۷ بالونو بشپړه کړه.
په دې ښکلې اننګز کې یې: 🏏 ۱۰۱+ منډې 🔥 ۳ شپږیزې 💥 ۹ څلوریزې
وهلې او د خپلې غوره بیټنګ وړتیا یې یو ځل بیا ثابته کړه.
ګل بهار کرکټ سنټر د استعدادونو کور دی، چې هره ورځ نوي او ځلانده لوبغاړي روزي او د افغانستان کرکټ راتلونکی جوړوي.
مبارک دې وي یاسین! همداسې ځلېږه او بریاوې دې لا زیاتې شه. 🌟🏏

03/08/2026

د ګل بهار کرکټ سنټر څخه د افغانستان کرکټ بورډ د مسؤلینو لیدنه

نن ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مشر ښاغلي دولت احمدزي، د کورني کرکټ مسؤل ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي، قدرمن صائم صاحب او د ننګرهار کرکټ پخواني مسؤل ښاغلي ضیاء الرحمن قریشي د ګل بهار کرکټ سنټر څخه لیدنه وکړه.

قدرمنو میلمنو د روزنیزو فعالیتونو له نږدې ارزونه وکړه، له لوبغاړو او روزونکو سره یې وکتل او د لوبغاړو د لا ښه پرمختګ لپاره یې ارزښتناکې سپارښتنې او ګټورې لارښوونې وړاندې کړې. همدارنګه، هغوی خپل نظرونه او تجربې له لوبغاړو سره شریکې کړې او هغوی یې وهڅول چې د دوامدارې هڅې، نظم او سخت کار له لارې خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.

د ګل بهار کرکټ سنټر اداره د ټولو قدرمنو میلمنو له دې ارزښتناکې لیدنې، لارښوونو او ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي او هیله لري چې د افغانستان د کرکټ د ودې او د ځوانو لوبغاړو د روزنې لپاره به دا ډول همکارۍ دوام ومومي. Afghan Safi Hashmatullah Shahidi Khan Muhammad Abdali Dawlat Zadran

Address

جلال اباد ښار بارګینونو ساحه د ګلبهار د تیلو پمپ ترڅنګ
Jalalabad

Telephone

+93777303079

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ګل بهار کرکټ اکاډمي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share